کابل؛ د مشعل بیات ښوونځي زده کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول
دوشنبه، ۱۸ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ ق
د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او نشراتو ریاست له لوري د دې ادارې اړوند د مشعل بیات ښوونځي له لومړي تر دولسم ټولګي پورې شاوخوا ۹۰۰ نارینه او ښځینه زده کوونکو ته د ملاتړ او هڅونې په موخه درسي توکي ووېشل شول.
په دې درسي توکو کې ۵،۰۰۰ قلمونه، ۳،۰۰۰ کتابچې او د افغاني سرې میاشتې د پېژندنې بروشورونه شامل وو.
تمه ده، چې د دغو توکو په وېش سره به د زده کوونکو درسي فعالیتونه لا منظم شي او د تعلیمي بهیر پر وړاندې به شته ستونزې راکمې شي.
افغاني سره میاشت د زده کوونکو د تعلیمي اړتیاوو پوره کولو او د هغوی د ملاتړ په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
