کابل؛ د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي په اړه روزنیز ورکشاپ ترسره شو
دوشنبه، ۶ محرم الحرام ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د پېښو، نړیوالو اړیکو، ځوانانو او رضاکارانو، مرستون او روغتیا ریاستونو مسؤولینو ته د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ، چې د ډنمارک سره صلیب په مالي ملاتړ جوړ شوی و، د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون، د ترکیې سرې میاشتې او د ناروې د سره صلیب استازو هم پکې ګډون کړی و.
د ورکشاپ په ترڅ کې ګډونوالو ته د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي، د خطرونو د ارزونې، د زیانونو د کمولو او د احتمالي مالي او ځاني تلفاتو د مخنیوي په اړه اړین معلومات او عملي لارښوونې وړاندې شوې.
افغاني سره میاشت هڅه کوي د خپلو کارکوونکو او مسؤولینو د ظرفیت لوړونې له لارې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او اغېزمن غبرګون کچه لا پیاوړې کړي.
