کابل؛ د روغتیايي خدمتونو د ارزونې او پلان جوړونې دوه ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۴۴
Kabull

سې شنبه، ۱۸ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري په مرکزي دفتر کې د روغتیايي خدمتونو د بیاکتنې او پلان جوړونې دوه ورځنی ورکشاپ، ۲۵ کارکوونکو ته پیل شو.

په دې ورکشاپ کې د مرکزي دفتر سربېره د پکتیا، ننګرهار، کندهار، هرات، بلخ او کندز زونونو د روغتیا برخې مسؤولینو ګډون درلود.

د ورکشاپ د پرانیستې پر مهال د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال، مولوي روح‌ الله عبد السلام، د روغتیايي خدمتونو د منظمې ارزونې او اغېزمن پلان جوړونې پر اهمیت ټینګار وکړ. نوموړي وویل، د ورته فعاليتونو له لارې کولای شو په بېلابېلو سیمو کې د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ روغتیايي خدمات لا منظم، معياري او اغېزمن کړو، ترڅو اړمنې کورنۍ پر وخت له اړینو خدمتونو برخمنې شي.

ورپسې په افغانستان کې د ناروې سره صلیب استازي ډاکټر افتخار علي د دې ورکشاپ موخه د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړول او د سیمه‌ییزو اړتیاوو پر بنسټ د عملي او دوامدارو پلانونو جوړول وبلل او زیاته یې کړه چې دوی به له افغاني سرې میاشتې سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

په دې ورکشاپ کې به ګډونوالو ته د روغتیايي خدمتونو د ارزونې، د ستونزو د پېژندنې او د عملي پلانونو د جوړولو په اړه زده کړې ورکړل شي. سربېره پر دې، ګډونوال به د خپلو سیمو د روغتیايي خدمتونو لومړیتوبونه او شته ستونزې شریکې کړي او د حل لپاره به لازمې پرېکړې وشي.

دغه ورکشاپ د ناروې سره صلیب په مالي ملاتړ ترسره کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۷:۱۶
Background image

ننګرهار کې ۲۵۰ بې‌ سرپرسته اړمنو کورنیو ته د څه باندې ۱۹ ټنه خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه

سې‌شنبه، ۱۸ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالۍ ۲۵۰ بې‌ سرپرسته او اړمنو کورنیو ته ۱۹.۲۵۰ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.

یاده مرسته، چې د ترکیې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۷:۱۱
Background image

فاریاب؛ ۶۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د غیر خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې

سې شنبه، ۱۸ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د فاریاب ولایت په ګرزیوان او لولاش ولسوالیو کې ۶۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د غیر خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې.

په مرسته کې هرې کورنۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۴۴
Background image

کابل؛ د روغتیايي خدمتونو د ارزونې او پلان جوړونې دوه ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو

سې شنبه، ۱۸ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري په مرکزي دفتر کې د روغتیايي خدمتونو د بیاکتنې او پلان جوړونې دوه ورځنی ورکشاپ، ۲۵ کارکوونکو ته پیل شو.

په دې ورکشاپ کې د مرکزي. . .

BACK TO NEWS