کابل؛ د روغتيا او لومړنيو مرستو د روزونکو لپاره څلور ورځنی ورکشاپ پيل شو

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۱۶
K

دوشنبه، ۲۲ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې په مرکزي دفتر کې د دې ادارې د کندهار، اروزګان، زابل، هلمند، پکتيکا، کونړ او ننګرهار ولايتونو د روغتيا او لومړنيو مرستو د ۳۵ روزونکو لپاره څلور ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د ورکشاپ د پرانيستې په مراسمو کې د روغتيايي خدمتونو رئيس ډاکټر عبد الله عرفان د روزنې او ظرفيت لوړونې پر اهميت خبرې وکړې او ويې ويل، چې په دې ورکشاپ کې به ګډونوالو ته په بېړنيو حالاتو کې د رضاکارانو د رول، د لومړنيو روغتيايي مرستو د وړاندې کولو او اړوندو عملي مهارتونو په اړه لازمې زده کړې ورکړل شي. نوموړي همدارنګه ګډونوالو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

ټاکل شوې ده، چې د دې څلور ورځني ورکشاپ په ترڅ کې به ګډونوالو ته د ملي ټولنو د پېژندنې، د پوليو واکسين د اهميت، د رضاکارانو د فعاليتونو د څارنې، د روزنې د اغېزمنو ميتودونو او د راپور ورکولو د سيستم په اړه اړين معلومات او عملي تجربې وړاندې شي.

دغه ورکشاپ د ملي ټولنو نړيوال فدراسيون په مالي ملاتړ ترسره کېږي.

افغاني سره مياشت د خپلو کارکوونکو او رضاکارانو د ظرفيت لوړولو له لارې هڅه کوي د روغتيايي او بشري خدمتونو کيفيت لا پياوړی او د بېړنيو حالاتو پر وړاندې د ځواب ويلو وړتيا لوړه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۳۵
Background image

کابل؛ روغتیاپالانو ته د ناروغیو د ملي څارنې او غبرګون په اړه درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو

دوشنبه، ۲۲ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل، هرات، نیمروز، پکتیکا او ننګرهار ولایتونو د ګرځنده روغتیايي ټیمونو ۱۲ تنو روغتیاپالانو ته د ناروغیو د ملي څارنې او غبرګون تر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۱۶
Background image

کابل؛ د روغتيا او لومړنيو مرستو د روزونکو لپاره څلور ورځنی ورکشاپ پيل شو

دوشنبه، ۲۲ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې په مرکزي دفتر کې د دې ادارې د کندهار، اروزګان، زابل، هلمند، پکتيکا، کونړ او ننګرهار ولايتونو د روغتيا او لومړنيو مرستو د ۳۵ روزونکو لپاره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۲۵
Background image

پروان؛ ۱۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د غیر خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې

دوشنبه، ۲۲ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت د کوه صافي ولسوالۍ ۱۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د غیر خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې.

د مرستو په لړ کې هغو ۹ کورنیو ته، چې د. . .

BACK TO NEWS