پروان؛ ۱۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د غیر خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۵
 Pr

دوشنبه، ۲۲ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت د کوه صافي ولسوالۍ ۱۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د غیر خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې.

د مرستو په لړ کې هغو ۹ کورنیو ته، چې د وروستیو سېلابونو له امله یې کورونه په قسمي ډول نړېدلي وو، د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ۱ پلاستیکي ترپال، ۶ کمپلې، د پخلنځي ۱ سیټ او ۳ پلاستیکي صندوقونه ووېشل شول.

سربېره پر دې، هغې یوې کورنۍ ته چې کور یې په بشپړ ډول نړېدلی و، ۱ خېمه، ۱ پلاستیکي ترپال، ۶ کمپلې، د پخلنځي د توکو ۲ سیټونه او ۳ پلاستیکي صندوقونه ورکړل شول.

افغاني سره میاشت هڅه کوي د بېړنیو او غیر خوراکي مرستو له لارې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۶:۱۸
Background image

بدخشان؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

چهارشنبه، ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بدخشان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۶۷۹ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۳:۱۵
Background image

کونړ؛ د وروستۍ بمبارۍ د دوو قربانیانو له کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

سې شنبه، ۹ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د وروستۍ بمبارۍ د دوو قربانیانو له کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.

د بمبارۍ له امله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۶
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په مصر آباد کلي کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په دې مرسته. . .

BACK TO NEWS