کابل؛ د اوبو او برېښنا د سپما په اړه د عامه پوهاوي ورکشاپ ترسره شو
دوشنبه، ۱۰ ذو القعده ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې ټولنې په مرکزي دفتر کې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د اوبو او برېښنا د سپما او د اسراف د مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو.
په دې ورکشاپ کې د افغاني سرې میاشتې د دعوت او ارشاد څانګې رئیس ښاغلي شیخ الحدیث احمد نور حنیف د وینا پر مهال وویل، چې اسلام د ژوند په ټولو برخو کې د اعتدال سپارښتنه کړې ده. هغه ټینګار وکړ، چې په ټولو چارو کې باید له اسراف څخه ډډه وشي او مصرف یوازې د اړتیا په کچه ترسره شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د اړتیا مطابق استفاده د اسلامي اصولو له مخې اړینه ده او بې ځایه مصرف نه یوازې اقتصادي زیانونه لري، بلکې د اسلامي لارښوونو خلاف عمل هم ګڼل کېږي. هغه اوبه او برېښنا د الله تعالی له سترو نعمتونو څخه وبلل او ویې ویل، چې د دغو سرچینو ساتنه او سپما د هر مسلمان مسؤولیت دی.
په ورکشاپ کې ګډونوالو ته د اوبو او انرژۍ د ارزښت، د بېځایه مصرف د منفي اغېزو، د سپما عملي لارو چارو او د انرژۍ د اغېزمن مدیریت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.
