کابل؛ د افغاني سرې مياشتې د مشمولینو تولیداتو ته د بازار موندنې پنځه ورځنی نندارتون پرانیستل شو

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۹:۳۵
K

دوشنبه، ۱۰ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په نوښت د مرکزي مرستون د داخلي مشمولینو او بې‌ سرپرسته کورنیو د تولیداتو د بازارموندنې او ملاتړ په موخه پنځه ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

د پرانیستې په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال، د مرکزي ریاستونو یو شمېر رئیسانو او سلاکارانو، همدارنګه د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون مشر ښاغلي حسام فيصل، د ترکیې او قطر د سرو میاشتو، د ناروې او ډنمارک د سرو صلیبونو او د سره صلیب نړیوالې کمېټې استازو ګډون کړی و.

په دې مراسمو کې عمومي رئیس وویل، چې دا نندارتون د مشمولینو د تولیداتو د بازارموندنې او د هغوی د کار او هڅو د ارزښت لوړولو لپاره جوړ شوی دی. نوموړي زیاته کړه، افغاني سره میاشت هڅه کوي، څو بې‌ سرپرسته او اړمنې کورنۍ یوازې په مرستو متکي پاتې نه شي، بلکې د حرفوي زده کړو او عملي کار له لارې په ځان‌ بسیا بدلې شي.

هغه له ټولو ملي او نړیوالو کاري شريکانو مننه وکړه چې په دې برخه کې یې له افغاني سرې میاشتې سره همکاري کړې ده او هیله یې څرګنده کړه، چې دا ډول ملاتړي پروګرامونه نور هم پراخ شي، څو لا ډېرې کورنۍ تر پوښښ لاندې راشي.

په ورته مهال د ملي ټولنو نړيوال فدراسيون مشر ښاغلي حسام فیصل او د هغه مرستیالې آغلې هما نادر د افغاني سرې میاشتې د نوښتونو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې نړیوال فدراسیون به د حرفوي زده کړو، مالي او تخنیکي مرستو له لارې د ورته پروګرامونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

ورپسې د مرستونونو رئیس ښاغلي مولوي سید احمد بهره‌مند د نندارتون د موخو او د مشمولینو له لوري د چمتو شویو تولیداتو په اړه معلومات وړاندې کړل. نوموړي وویل، چې دا نندارتون د مرکزي مرستون سربېره د هرات، کندهار، نیمروز، غور، بلخ او کندز ولایتونو د مشمولینو تولیداتو ته د بازارموندنې فرصت برابروي، څو وکولای شي خپل توکي په مناسب قیمت وپلوري او د ځان‌ بساینې پر لور ګام واخلي.

د یادونې وړ ده، چې په دې نندارتون کې د مشمولینو او بې‌ سرپرسته کورنیو له لوري جوړ شوي لاسي صنایع، لکه خامک‌ ګنډل شوې جامې، حکاکي شوي توکي، اوبدل شوې غالۍ، ښځینه جامې او خوراکي توکي (اچار، مربا، کلچې او کیک) نندارې ته وړاندې کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۲۰:۱۲
Background image

د افغاني سرې میاشتې مرستیال د بلخ او سمنګان د اوبو پروژې د پرانیستې لپاره مزار شريف ته ورسېد

دوشنبه، ۱۰ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلی حافظ عزیز الرحمن د بلخ او سمنګان ولایتونو کې د څښاک پاکو اوبو د پروژو د پرانیستې په موخه مزارشریف ښار ته ورسېد.

ټاکل شوې ده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۹:۳۵
Background image

کابل؛ د افغاني سرې مياشتې د مشمولینو تولیداتو ته د بازار موندنې پنځه ورځنی نندارتون پرانیستل شو

دوشنبه، ۱۰ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په نوښت د مرکزي مرستون د داخلي مشمولینو او بې‌ سرپرسته کورنیو د تولیداتو د بازارموندنې او ملاتړ په موخه پنځه ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۶:۵۰
Background image

نورستان؛ د مرستو لومړی پړاو پای ته ورسېد، دویم په برګمټال کې پیلېږي

دوشنبه، ۱۰ ذو القعده ۱۴۴۷

د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د جګړو له امله اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو د وېش لړۍ پای ته ورسېده، چې په ترڅ کې یې څه باندې ۱۰۵۰۰ کورنۍ له دغو. . .

BACK TO NEWS