څه باندې ۲٨٠٠ تنه زده کوونکو ته ښوونیز خدمات!

څه باندې ۲٨٠٠ تنه زده کوونکو ته ښوونیز خدمات!
افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو ۳٧ ښوونيز مرکزونو له لارې په ټوليز ډول ۲٨٦٣ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو کې لکه ښوونې او روزنې، شخصي او چاپېريالي روغتيا ساتنې، لومړنيو روغتيايي مرستو ترسره کولو او د پېښو له زيانونو د ځان ژغورنې اړوند زده کړې او عامه پوهاوی ورکړی دی.
ترڅنګ يې دافغاني سرې مياشتې د غړيتوب په برخه کې يې ٣٥ تنه نوي غړي هم را جذب کړي دي.