په نورستان کې د واورې ورښتونو زیانمنو ته نغدي مرسته ورسول شوه
شنبه، ۱۷ شوال ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د نورستان ولایت د واما ولسوالۍ اړوند د کوردر سیمې له هغو دوو کورنیو سره، چې د واورې د ورښتونو له امله زیانمنې شوې وې، ۴۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وکړه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۲۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.
افغاني سره میاشت د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو هېوادوالو لاسنیوی له خپل اساسي کاري لومړیتوبونو څخه ګڼي او هڅه کوي چې اړمنو ته پر وخت مرستې ورسوي.
