په تیرو دیرشو ورځو کې په کنړ ولایت کې د افغاني سرې میاشتې روغتیایي خدمتونه

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۲۱ - ۱۵:۱۰
خبرونه

فغاني سرې میاشتې په تېرو ۳۰ ورځو کې د خپل ګرځنده روغتیایي ټیم او یو ثابت کلینیک پر مټ د کنړ ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۶۶۷۱ تنو ناروغانو ته روغتیایي خدمات ترسره کړي.

د یادو ناروغانو له جملې د ۲۵۳۲ تنه داخله ناروغانو معاینات او درملنه شوې، ۱۷۸ مېرمنو ته له زېږون وړاندې او وروسته معاینات ترسره شوي، ۱۶۳ مېرمنو او ماشومانو ته مختلف واکسینونه تطبیق شوي، د ۲۷۱ ټپیانو پانسمان شوی، ۱۹۵ مېرمنو ته د کورني تنظیم په اړه پوهاوی ورکړل شوی، ۵۲۷ خوارځواکو ماشومانو ته د ځانګړو خوراکي توکو د ورکړې ترڅنګ ۲۷۵۱ تنو ته د روغتیا ساتنې په برخه کې عامه پوهاوی هم ورکړل شوی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۴:۶
Background image

خوست؛ پر ۱۰۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۷ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت د مرکز او ځاځي میدان، باک، علیشېرو، صبریو، ګربز، نادرشاه کوټ، مندوزیو او تڼیو ولسوالیو پر ۱۰۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۷ ټنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۰:۱۷
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس له قلبي روغتون ليدنه وکړه

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸

 

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د دې ادارې له لوري په نوي پرانیستل شوي قلبي روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

بغلان؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۶۶۲۴ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو. . .

BACK TO NEWS