پروان؛ څه باندې ۳ زره ناروغان د افغاني سرې میاشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي دي
دوشنبه، ١٩ شوال ١۴۴٧
د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د پروان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٠٤١ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، خوارځواکۍ، له زېږون وړاندې او وروسته د اړینو روغتیايي مشورو او کورني پلان د تنظیم ترڅنګ ١٣٥٥ ناروغانو ته د لازمو روغتیايي مشورو وړاندې کولو برخه کې خدمتونه ترسره کړي دي.
