پروان؛ د ورښتونو له امله ۴۰ زیانمنو کورنیو ته بېړنۍ بشري مرسته ورسول شوه
یکشنبه، ۲۵ شوال ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې د وروستیو ورښتونو له امله ۴۰ زیانمنو کورنیو ته بېړنۍ بشري مرسته ورسول شوه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۶ کمپلې، ۱ ترپال او د پخلنځي د توکو یو سیټ ورکړل شو.
همدارنګه، له دغو کورنیو څخه هغو ۳ کورنیو ته، چې کورونه یې په بشپړ ډول نړېدلي وو، یوه یوه خېمه هم ورکړل شوه.
د طبیعي پېښو له امله زیانمنو هېوادوالو ته پر وخت رسېدګي او د هغوی لومړنۍ اړتیاوې پوره کول، د افغاني سرې میاشتې کاري وجیبه ده.
