پروان، غزني او کاپیسا کې د ورښتونو له امله ۲۰ زیانمنو شویو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۳۴
K

سې شنبه، ۱۸ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت په مرکز، سیاه‌ ګرد او شینواري ولسوالیو کې له ۱۳ کورنیو، د غزني ولایت په قره‌ باغ، ګیرو، اجرستان او مقر ولسوالیو کې له پنځو او د کاپیسا ولایت په مرکز او حصه اول کوهستان ولسوالۍ کې ۲ کورنیو سره ۶۰۰۰۰۰ (شپږ سوه زره) افغانۍ نغدي مرسته وشوه، چې د وروستیو سختو ورښتونو له امله ورته ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو.

یاده مرسته، چې د چین سره صلیب له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۳۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.

افغاني سره میاشت د طبیعي پېښو پر مهال د زیانمنو کورنیو لاسنیوي ته لومړيتوب ور کوي او هڅه کوي د بېړنیو مرستو له لارې د هغوی اساسي اړتیاوې پر وخت پوره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۳۵
Background image

کندز؛ ۵۸ رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي مرستو بستې ووېشل شوې

پنجشنبه، ۲۰ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ ۵۸ نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي مرستو بستې ووېشل شوې، چې له مخې یې هر رضاکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۹:۳۵
Background image

لغمان؛ زرګونو ناروغانو ته معاينه، درمل او روغتيايي مشورې ورکړل شوې دي

پنجشنبه، ۲۰ ذوالقعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د لغمان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۸۹۰ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۶:۴۸
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د ناروې د اوسلو مرکز له مشر سره پر بشري همکاریو خبرې وکړې

چهارشنبه، ۱۹ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن او د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال مولوي روح‌ الله عبد السلام په مرکزي دفتر کې د ناروې د اوسلو مرکز له. . .

BACK TO NEWS