کابل؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د ناروې د اوسلو مرکز له مشر سره پر بشري همکاریو خبرې وکړې
چهارشنبه، ۱۹ ذوالقعده ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن او د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال مولوي روح الله عبد السلام په مرکزي دفتر کې د ناروې د اوسلو مرکز له اجرائیوي رئیس فین جارلې رود سره وکتل او د بشري همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د روغتیايي او بشري خدمتونو د پیاوړتیا، د همکاریو د پراخولو او د اړمنو خلکو لپاره د لا اغېزمنو خدماتو د وړاندې کولو په اړه بحث وشو.
د افغاني سرې میاشتې مرستیال د روغتیا برخه کې د ناروې سره صلیب له دوامدارو همکاریو مننه وکړه او ویې ویل، که څه هم ناروې د مساحت له پلوه کوچنی هېواد دی، خو بشري خدمتونه یې پراخ او د ستاینې وړ دي.
نوموړي د افغاني سرې میاشتې د بشري فعالیتونو او روغتیايي خدمتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې دغه اداره د هېواد په هغو سیمو کې هم بشري خدمات وړاندې کوي، چې خلک یې له کلونو راهیسې اساسي خدمتونو ته محدود لاسرسی لري.
هغه د سوري زړه او رواني ناروغانو د درملنې او ساتنې په برخه کې د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو او راتلونکو پلانونو یادونه وکړه او د دغو خدمتونو د لا پراختیا لپاره یې د همکاریو د زیاتوالي غوښتنه وکړه.
ورپسې د ناروې د اوسلو مرکز مشر د افغاني سرې میاشتې د بشري فعالیتونو ستاینه وکړه او ویې ویل، د بشري مرستو دوام او پراختیا د اوس وخت مهمه اړتیا ده.
نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې د ناروې اړوند خیریه بنسټونه او سور صلیب به په راتلونکي کې هم له افغاني سرې میاشتې سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
هغه همدارنګه ژمنه وکړه، چې د زړه ناروغانو د درملنې او ملاتړ په برخه کې به خپلې مرستې لا پراخې کړي، ترڅو لا ډېرو ناروغانو ته د درملنې اسانتیاوې برابرې شي
