هند کې د درملنې وروسته د سوري زړه درې افغان ماشومان هېواد ته راستانه شول

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۸:۳۱
هند کې د درملنې وروسته د سوري زړه درې افغان ماشومان هېواد ته راستانه شول

يکشنبه، ١٩ رمضان ١۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري څه موده وړاندې هند ته د درملنې په موخه استول شوي د سوري زړه په ناروغۍ اخته ٣ تنه ماشومان، له بشپړې روغتيا ترلاسه کولو وروسته بېرته هېواد ته راستانه شول.
یاد ماشومان د افغاني سرې میاشتې په همغږۍ د معیاري درملنې لپاره هند ته لېږدول شوي وو، چې هلته یې اړینې طبي معاينې او جراحي عملیات په بریالیتوب سره ترسره شول.
د ‎يادونې وړ ده، چې د دغو ‎ماشومانو د درملنې ټول لګښت د ‎هند حکومت پر غاړه اخيستی و. 
افغاني سره میاشت ددې همکارۍ د برياليتوب لپاره په ‎کابل کې د هند ‎سفارت له هڅو  مننه کوي.
ټاکل شوې ده په نزدې راتلونکي کې، د هند حکومت او په کابل کې د هند د سفارت په ملاتړ، پاتې هغه ١٢ تنه افغان ماشومان چې د سوري زړه په ناروغۍ اخته دي، د درملنې لپاره هند ته واستول شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۸:۳۱
Background image

هند کې د درملنې وروسته د سوري زړه درې افغان ماشومان هېواد ته راستانه شول

يکشنبه، ١٩ رمضان ١۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري څه موده وړاندې هند ته د درملنې په موخه استول شوي د سوري زړه په ناروغۍ اخته ٣ تنه ماشومان، له بشپړې روغتيا ترلاسه کولو وروسته بېرته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۶:۲۵
Background image

پکتیکا کې پر ۳۰ دیني مدرسو د ۱۰.۵ ټنه خوراکي توکو د وېش لړۍ پیل شوه

یکشنبه، ۱۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې په ګډون نهو ولسوالیو (وازه خوا، وړممۍ، تروې، برمل، نعمت آباد، خوشامند، ارګون، شکین او ګیان) کې د ۳۰ دیني. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۳:۴۴
Background image

افغاني سره میاشت کې د WASH آمریت بست لپاره تحریري ازموینه ترسره شوه

یکشنبه، ۱۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري مرکزي دفتر کې د اوبو، روغتیا ساتنې او پاکوالي آمریت پر خالي بست د وړ او مسلکي شخص د ګمارلو په موخه له یو شمېر نوماندانو تحريري ازموينه. . .

BACK TO NEWS