هلمند؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه
شنبه، ۲۹ ربیع الأول ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه اړوند په تورټانګ سیمه کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه.
په دغې مرسته کې یادې کورنۍ ته د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه شپږ کمپلې، یو ترپال او څلور د اوبو بوشکې ورکړل شوې.
افغاني سره میاشت هڅه کوي، چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته پر وخت مرستې ورسوي او د هغوی بېړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
