هرات کې ۳۵ سېلاب ځپلو کورنیو ته بېړنۍ بشري مرستې ورسول شوې
دوشنبه، ۲۸ شعبان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ د قلعه ګشنه سیمې له ۳۵ هغو کورنیو سره بېړنۍ بشري مرستې وکړې، چې د وروستیو سېلابونو له امله يې استوګنیز کورونه په بشپړ یا قسمي ډول نړېدلي وو.
په ترسره شویو مرستو کې ۱۱ ترپالونه او ۱۹۰ کمپلې شاملې وې. سربېره پر دې، ځینو زیانمنو کسانو ته بېړني روغتیایي خدمتونه هم وړاندې شول.
افغاني سره میاشت د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو هېوادوالو ملاتړ او لاسنیوی خپل اساسي او بشري مسؤولیت ګڼي او هڅه کوي د اړتیا پر مهال زیانمنو ته پر وخت مرستې ورسوي.
