هرات؛ د روغتیايي بستونو لپاره له نوماندانو ازموینه واخیستل شوه
يکشنبه، ٧ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې اړوند د هرات، نيمروز او فراه ولايتونو د ګرځنده روغتيايي ټيمونو لپاره له فارمسستانو او د هرات بنسټيز روغتيايي کلينيک د ښځينه ډاکټرې د بست لپاره په شرايطو برابر له ۱۴ تنو نارينه او ښځينه نوماندانو څخه آزموينه واخیستل شوه.
د يادو نوماندانو د ځواب پاڼو تر کتلو او انټرویو وروسته به د آزموینې مخکښ ګډون کوونکي په ګوته او پر دندو وګمارل شي.
