هرات؛ د افغاني سرې میاشتې د ۱۱ روغتیايي بستونو لپاره له نوماندانو آزموینه واخستل شوه
سې شنبه، ۱ شعبان ۱۴۴۷
هرات کې پر یوولسو روغتیايي بستونو د وړ او مسلکي اشخاصو د ګمارلو په موخه د افغاني سرې میاشتې له لوري له یو شمېر نوماندانو تحريري آزموينه واخیستل شوه.
آزموینه کې ۴۰۰ تنو نارینه او ښځينه کاندیدانو ګډون درلود، چې د بشپړ عدالت او شفافیت په پام کې نیولو سره به د پوښتن پاڼو تر کتلو او تقريري آزموينې وروسته مخکښ ګډون کونکي په نښه او وګمارل شي.
