نورستان کې د ۱۳۰ زده کوونکو درې میاشتنۍ زده کړې په ازموینه پای ته ورسېدې

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۳:۴۹
n

دوشنبه، ۲۰ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان په ښوونیز مرکز کې د ۱۳۰ زده کوونکو درې میاشتنۍ زده کړې بشپړې شوې.
دغه زده کوونکي د اسلامي ښوونې او روزنې، انګلیسي ژبې، کمپیوټر او ریاضي په برخو کې له درې میاشتنیو زده کړو وروسته د وروستۍ ازموینې له ترسره کېدو سره فارغ شول.
په یاد مرکز کې دا مهال ۲۹۰ تنه زده کوونکي، چې د خصوصي ښوونیزو مرکزونو د فیس ورکولو وس نه لري، په بېلابېلو تعلیمي او مسلکي برخو کې په وړیا ډول زده کړې ترلاسه کوي.
افغاني سره میاشت هڅه کوي، چې د ښوونیزو مرکزونو له لارې اړمنو ځوانانو ته د مسلکي زده کړو زمینه برابره کړي؛ څو هغوی خپلې وړتیاوې لوړې او د مهارتونو پر مټ خپل راتلونکی روښانه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۴:۱۴
Background image

کابل؛ د مالي کړنلارې او حسابدارۍ په اړه اته ورځنی ورکشاپ پیل شو

دوشنبه، ۲۰ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د مالي ریاست، مرکزي مرستون، پکتیا زون، مرکزي روغتون او د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز د عوایدو څانګې ۲۸ کارکوونکو ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۴:۰
Background image

تخار کې زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي دي

دوشنبه، ٢٠ رمضان ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د تخار ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣١٤٢ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۳:۴۹
Background image

نورستان کې د ۱۳۰ زده کوونکو درې میاشتنۍ زده کړې په ازموینه پای ته ورسېدې

دوشنبه، ۲۰ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان په ښوونیز مرکز کې د ۱۳۰ زده کوونکو درې میاشتنۍ زده کړې بشپړې شوې.
دغه زده کوونکي د اسلامي ښوونې او روزنې، انګلیسي ژبې، کمپیوټر او. . .

BACK TO NEWS