نورستان ولايت کې ۱۴۰۹۹ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۱۸:۹
خبرونه

نورستان ولايت کې ۱۴۰۹۹ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات

د افغاني سرې مياشتې روغتياپالانو د نورستان ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرې يوې مياشتې په ترڅ کې ۶۵۲۴ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ۳۵۶ تنو ټپیانو پانسمان، ۳۲۵۲ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ۲۵۷۹ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ۶۰۷ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ۴۳۱ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ۳۵۰ تنو مېرمنو ته يې د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.

====================================

ارائه خدمات صحی برای ۱۴،۰۹۹ تن در ولایت نورستان

 تیم‌های صحی جمعیت هلال احمر افغانی طی یک ماه گذشته، در مناطق مختلف ولایت نورستان ۶،۵۲۴ نفر را معاینه و ادويه رایگان فراهم نموده اند.
همچنان تیم‌های صحی جمعیت هلال احمر افغانی ۳۵۶ زخمی را پانسمان، ۳،۲۵۲ زن و کودک را بخاطر پیشگیری از بیماری‌های مختلف واکسین نموده اند. علاوه بر این، براى ۲،۵۷۹ نفر مشوره‌های لازم در زمینه حفظ الصحه ارائه نموده، نیز خدمات نسایی ولادی برای ۶۰۷ زن ارائه و براین ۴۳۱ کودک دچار سوءتغذیه مواد غذایی مخصوص دریافت نمودند و به ۳۵۰ زن مشوره‌های لازم در زمینه تنظیم خانواده ارائه نموده است.

https://t.me/ARCSAfghanistan

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS