میدان وردګ
د جمادی الاولی په ۲مه، د افغاني سرې میاشتې د لومړنیو روغتیایې مرستو ټرینرانو له لورې د میدان وردګ ولایت په مرکز میدان ښار قلعه باشي سیمه کې د ۱۲ کلیو څخه د ۱۵ نماینده ګانو لومړنیو روغتیایي مرستو کمیټه جوړه شوه. د یادونې وړ ده چې په د یادې کمیټې ګډونوالو ته عملي او نظري زده کړې ورکړل شوې چې نوموړی رضاکاران به په خپلو کلیو کې د هیوادوالو په چوپړ کې وي.