زموږ کیسه

د افغاني سرې میاشتې ټولنه د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال غورځنګ د اووه ګونو اوصولو په رڼا کې د طبیعي او غیر طبیعي پیښو پيښځپلیو ته د خیرپاله هیوادوالو، سوداګرو او درنو حاجیانو په مرسته په ټول هیواد کې بشرپاله خدمتونه وړاندې کوي. ملي ټولنه د مرکزي روغتون، ګرځنده او ټاکلو کلینیکونو له لارې د هیواد په لرې پرتو نا امنه سیمو کې د ترټولو اړمنو وګړو لپاره روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي. په پينځو مرستونونو کې سلګونه بې مشره کورنۍ تر ساتنه او روزنه لاندې لري. دا په داسې حال کې ده چې د رضاکارانو جذبول او غړیتوب سیسټم په ملي ټولنه کې یو اصل ګڼل کیږي