لوګر ولايت کې څه باندې ٨٧٠٠ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۸:۵
خبرونه

لوګر ولايت کې څه باندې ٨٧٠٠ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!

د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتياپالانو د لوګر ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٨١٢ تنو ناروغانو ته د کتنې او اړتیا وړ درملو د ورکړې ترڅنګ ١٤٦ تنو ټپیانو ته د پانسمان، ٥٠٧ مېرمنو او ماشومانو ته د بېلا بېلو ناروغیو د مخنیوي او واکسینونو د تطبیق، ٣١٧١ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ٢٠٩ مېرمنو ته د ولادت برخه کې د خدماتو سربېره د ٨٠٤ ماشومانو کتنه کړې او په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته يې د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي هم ورکړي، د دې ترڅنګ ١٣٦ مېرمنو ته يې د کورنۍ د تنظیم برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۱۶
Background image

کابل؛ د کونړ نماینده ګۍ د رغنیزو چارو لپاره د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه

چهارشنبه، ۱۷ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د کونړ ولایت په نمایندګۍ کې د څوکیدار خونې، پخلنځي او تشنابونو د رغنیزو چارو د ترسره کولو په موخه په مرکزي دفتر کې د داوطلبۍ ناسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۱۲
Background image

کونړ؛ د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال پروژه پیل شوه

چهارشنبه، ۱۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ په بحرآباد کلي کې د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال د جوړولو پروژه پیل شوه.

د دغې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۲:۵۴
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله ۹ زیانمنو کورنیو ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

چهارشنبه، ۱۷ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د فیض‌ آباد ولسوالۍ په بالا مردیان کلي کې هغو ۹ کورنیو ته چې د اورلګېدنې له امله ورته مالي زیانونه اوښتي وو،. . .

BACK TO NEWS