لغمان کې د ورښتونو له امله ۱۴ زیانمنو کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه
چهارشنبه، ۱۴ شوال ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت په مرکز مهترلام، علیشنګ او علینګار ولسوالیو کې د وروستیو ورښتونو له امله له ۱۴ زیانمنو کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه.
د مرستې په ترڅ کې ۱۳ کورنیو ته، هرې کورنۍ ته ۱ خېمه، ۶ کمپلې، ۱ ترپال، ۱ د پخلنځي د توکو سیټ او ۲ د اوبو بوشکې ورکړل شوې.
همدارنګه د مهترلام ښار د نانکزیو سیمې یوې کورنۍ سره، چې د خونې د چت د پرېوتو له امله زیانمنه شوې وه؛ ۱۵ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.
افغاني سره میاشت د سېلاب ځپلو هېوادوالو د لاسنیوي او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره هر ډول بشري مرستو ته ژمنه ده.
