لغمان؛ ۴۰ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول
یکشنبه، ۲۳ ربیع الأول ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې د لغمان ولایت د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۴۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر په برخو کې د شپږ میاشتنیو زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
په یاد ښوونیز مرکز کې دا مهال ۲۰۰ تنه هغه زده کوونکي په بېلابېلو برخو کې لنډمهاله وړیا زده کړې ترلاسه کوي، چې په شخصي ښوونیزو مرکزونو کې د فیس ورکولو توان نه لري.
افغاني سره میاشت د خپلو ښوونیزو مرکزونو له لارې اړمنو ځوانانو ته د وړیا مسلکي زده کړو او مهارتونو د ترلاسه کولو فرصتونه برابروي.
