فراه ولایت کې د ۵۰ تنو هغو اړمنو زده کوونکو پر کورنیو چې د افغان کوریا انسټیټیوټ په بېلابېلو برخو کې پر زده کړو بوخت دي؛ د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۶:۳۷
خبرونه

فراه ولایت کې د ۵۰ تنو هغو اړمنو زده کوونکو پر کورنیو چې د افغان کوریا انسټیټیوټ په بېلابېلو برخو کې پر زده کړو بوخت دي؛ د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه!

د افغاني سرې میاشتې له لوري د صندوق القطر خیریه بنسټ په مالي ملاتړ نن سه شنبه د رجب د میاشتې پر ۱۳، په فراه ولایت کې د ۵۰ تنو هغو زده کوونکو پر کورنیو چې کابل کې د افغان کوریا انسټیټیوټ په مختلفو برخو کې په حرفوي زده کړو بوخت دي؛ په ټولیزه توګه ۴.۷۲۵ ټنه د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه، چې هرې کورنۍ ته ۹۴.۵ کیلو خوراکي توکي چې اوړه، غوړي، وریژې، بوره، لوبیا، شین چای او مالګه په کې شامله وه؛ ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS