فراه؛ په ۱۱ ولسوالیو او ۸ ښاري ناحیو کې د ولایتي مجامعو د غړو د ټاکنې بهیر بشپړ شو
سې شنبه، ۲۹ جمادی الأولی ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري په فراه ولایت کې د ولایتي مجامعو د غړو د ټاکنې ۱۴ ورځنی بهیر بشپړ شو.
د دغه بهیر په ترڅ کې د فراه ولایت په ۱۱ ولسوالیو او ۸ ښاري ناحیو کې له هرې سیمې څخه پنځه پنځه تنه د ولایتي مجامعو د غړو په توګه وټاکل شول.
ټاکل شوي غړي به د خلکو او افغاني سرې میاشتې ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا، د خلکو د ستونزو او غوښتنو په انعکاس، د افغاني سرې میاشتې د بشردوستانه فعالیتونو په اړه د عامه پوهاوي په لوړولو او د چارو په روڼتیا کې همکاري وکړي.
دوی به د خپلو سیمو د خلکو ستونزې او غوښتنې له افغاني سرې میاشتې سره شریکوي او د ټولنې په کچه به د بشردوستانه فعالیتونو په اړه د خلکو پوهاوی لوړوي.
افغاني سره میاشت د مجامع ولایتي د غړو د جلب او ثبت له لارې د خلکو همکاري پیاوړې کوي؛ څو بشري فعالیتونه پراخ او اړمنو کورنیو ته د خدمتونو رسولو زمینه لا ښه برابره شي.
