عمومي رئيس د بلخ والي سره زلزله ځپلو ته د مرستو په تړاو د همغږۍ ناسته وکړه

arcs_website_admin
جمعه ۱۴۰۴/۸/۲۳ - ۱۷:۳۰
عمومي رئيس د بلخ والي سره زلزله ځپلو ته د مرستو په تړاو د همغږۍ ناسته وکړه

جمعه، ۲۳ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د مل پلاوي سره شمال زون ته د سفر په ترڅ کې د بلخ ولایت له والي ښاغلي حاجي محمد یوسف وفا سره د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنو شوو کورنیو ته د مرستو رسونې برخه کې د ګډو همکاریو په موخه د همغږۍ ناسته وکړه.
ناسته کې ښاغلي دلاور څرګنده کړه، چې د هېواد په شمال کې د زلزلې د پېښېدو له ورځې زيانمنو ته د افغاني سرې میاشتې د مرستو لړۍ روانه ده او دغه لړۍ به دوی ته د ژوند د بېرته عادي را ګرځېدو پورې دوام ومومي.
ورپسې د بلخ والي، ښاغلي وفا د زلزله ځپلو د بېړني لاسنيوي او بشري مرستو د ترسره کولو په پار د افغاني سرې میاشتې خدمات وستایل او د ولايت په کچه يې د دولتي او غير دولتي ادارو ترمنځ زلزله ځپلو ته د بشري خدمتونو وړاندې کولو برخه کې د ښې همغږۍ او بشپړۍ همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۲۳ - ۱۶:۴۴
Background image

لوګر؛ د ترافیکي پېښې د قربانيانو له کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

جمعه، ۳۰ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په لوګر ولایت کې له هغو ٣ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه، چې څه موده وړاندې له پاکستان څخه د راستنېدو پر مهال یې د کډې بار موټر په لغمان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۹:۴۰
Background image

کندز؛ د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې پیل شوې

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار اړوند په کله‌ ګاو او بوز قندهاري کلیو کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۷:۵۶
Background image

ننګرهار؛ د ترافیکي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په ننګرهار ولایت کې د ترافیکي پېښې د ۹ قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال. . .

BACK TO NEWS