سویس هېواد زلزله ځپلو د لاسنيوي په موخه ۲۰ ټنه مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

دوشنبه، ۱۵ ربیع الأول ۱۴۴۷
د سویس هېواد پراختیا او همکاریو دفتر د کونړ ولایت زلزله ځپلو د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو په موخه ۲۰ ټنه د غیر خوراکي توکو مرسته په افغانستان کې د یاد دفتر د مرستیالې آغلې پامیلا ستاتا کیس او سلاکار احمد سلیم له لوري کابل نړیوال هوایې ډکر کې د افغاني سرې میاشتې د پېښو ریاست رئیس ښاغلي محمد صالح اخندزاده ته وسپارل شوه.
د افغاني سرې میاشتې د پېښو څانګې رئیس ښاغلي اخندزاده د سویس هېواد پراختیا او همکاریو دفتر له همدردۍ او بشري مرستې مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې مرسته به یې په بشپړ شفافیت د کونړ تر زلزله ځپلو ورسول شي.
ورپسې آغلې کیس په خپلو څرګندونو کې وویل چې هڅه کوي، څو په افغانستان کې د هر ډول طبیعي پېښو پر مهال د اغېزمنو شوو وګړو اړتیاوو ته رسېدنه وکړي، نوموړې ژمنه وکړه، چې د کونړ زلزله ځپلو د لاسنيوي او هوساینې لپاره به نورې مرستې هم برابرې کړي.
د یادونې وړ ده، چې نننۍ مرسته کې ۳۱۰ خیمې او ۳۰۰ بستې ژمنۍ البسې شاملې وې، چې ډېر ژر به کونړ کې پر زلزله ځپلو کورنیو ووېشل شي.