سرپرست عمومي رئیس او د نوموړي مرستیال د آسیا پاسيفيک حوزې د آی سي آر سي له سیمه ییز مسئول سره وکتل!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۶ - ۱۶:۴۴
خبرونه

سرپرست عمومي رئیس او د نوموړي مرستیال د آسیا پاسيفيک حوزې د آی سي آر سي له سیمه ییز مسئول سره وکتل!

نن شنبه د شوال میاشتې پر ۲۸مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن او د دې خیریه ملي ټولنې سرپرست سکرتر جنرال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام د آسیا پاسيفيک حوزې د آی سي آر سي نړیوالې کمېټې له سیمه ییز مسئول ښاغلي ریجیس ساویوز او په افغانستان کې د یادې کميټې له مسئولې آغلې کترینا رېټز سره له ګاونډيو هېوادونو بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د بشري مرستو برابرولو په موخه وکتل.

لیدنه کې سرپرست عمومي رئیس له افغاني سرې میاشتې سره په ستونزمنو حالاتو کې د اړمنو او پېښځپلو د لاسنیوي برخه کې د آی سي آر سي له دوامداره مرستو مننه وکړه او هم یې له ګاونډیو هېوادونو راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د بېړنیو روغتیایي او خوراکي او غیر خوراکي توکو چمتو کولو غوښتنه وکړه.

ورپسې د آسیا پاسيفيک حوزې د آی سي آر سي مسئول له اړمنو، پېښځپلو او په ځانګړې توګه راستنېدونکو کډوالو کورنیو سره د هر اړخیزو مرستو ترسره کولو ډاډ وړاندې کړ او ژمنه یې وکړه چې د دې خیریه ملي ټولنې له لارې به د راستنېدونکو کډوالو بشپړ ملاتړ او لاسنیوی کوي. 
همدا ډول نوموړي د افغاني سرې میاشتې او آی سي آر سي  ترمنځ د ګډو بشرپاله فعالیتونو ستاینه وکړه او د مرستو د جلب په موخه د دواړو لوریو ترمنځ همغږي یې مهمه یاده کړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS