زابل کې له ۳۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د څه باندې ۲۲ ټنه خوراکي توکو مرسته وشوه
شنبه، ۱ ذو القعده ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ له ۳۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره ۲۲.۶۵۰ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.
یاده مرسته چې د ترکیې سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه، له مخې یې هرې کورنۍ ته ۷۵.۵ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې پکې ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۱۰ کیلو وریژې، ۵ کیلو بوره، ۲ کیلو لوبیا، ۲ کیلو مکروني، نیمه کیلو رُب، نیمه کیلو شین چای او نیمه کیلو بیسکوېټ شامل وو.
دغه مرسته د خوراکي توکو د لنډمهاله اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره شوه.
افغاني سره میاشت هڅه کوي د بېځایه شویو او زیانمنو کورنیو سره د اړتیا پر وخت لازمې مرستې وکړي.
