د کارموندنې خبرتیا!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۲۰:۴۸
hrt

Publish Date

Closing Date

Location

هرات

د دندې عنوان: د رواني روغتیا سلاکاره (BHC)
اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه
د دندې ځای: هرات
د بست ډول: قراردادي
د بستونو شمېر:  ۱
جنسیت: اناث
کاري وخت: پوره ورځ
د معاش کچه:  ۳۰ زره افغانۍ
د بست کوډ نمبر :  hr@0175
د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:
١۴۴۷/۷/۲۰
۱۴۰۴/۱۰/۲۰
2026/10/Jan


د دندې موخه:
د ټولنیز رواني ملاتړ خدمتونه وړاندې کول، د ګرځند روغتیایي ټیم رضاکاران همغږي او تنظیمول، د ټولنې له مشرانو او د شورا ګانو له مسؤولینو سره همغږي او اړیکې تامینول.
1.    د رضاکارانو لپاره د MHPSS ساحوي فعالیتونه چمتو کول، د پوهاوي کچه یې لوړول، سپورت، تفریحي او ټولنیزو فعالیتونو ته پراختیا ورکول او PFA ته راجع کول.
2.    خلکو ته د افغاني سرې میاشتې د طبي او MHPSS خدمتونو په اړه دقیق معلومات ورکول.
3.    ډاډ تر لاسه کول، چې په بېړنۍ روغتیا کې د خوندیتوب، جنډر او شمولیت لږ تر لږه معیارونه په پام کې نیول شوي دي.
4.    د ټولنې او شورا ګانو له مشرانو سره همغږي او اړیکې تامینول؛ څو د MHPSS خدمتونه په ښه شکل وړاندې شي.
5.    زیانمنو شوو هېوادوالو ته د ټولنیز رواني ملاتړ خدمتونه وړاندې کول.
6.    د MHPSS او خوندیتوب د موضوعاتو لکه رواني ستونزو، د مثبتې او منفي مقابلې مېکانیزمونو، د فشار مدیریت او مخدره توکو څخه د ځان ساتنې په موخه د عامه پوهاوي غونډې تر سره کول.
7.    اړونده برخو کې د فعالیت پر مهال د خدماتو نقشه برابرول لکه روغتیایي، رواني، سرپناه، واش، خوندیتوب، معیشت او نور.
8.    د عملیاتو په ساحه کې د شریکانو تر منځ د راجع کولو شبکو په پراختیا کې مرسته کول.
9.    هغه ماشومان او لویان پېژندل، چې د ټولنې ملاتړ او ځانګړو خدماتو ته اړتیا لري.
10.    خلک اړونده روغتیايي مرکزونو ته معرفي کول او تعقیبول.
11.    هغه اشخاص او کورنۍ تعقیبول چې دوامداره او اوږدمهاله مرستو ته اړتیا لري.
12.    د ناوړه ګټې اخیستنې، استحصال او غفلت د قضیو راپور ورکولو لپاره سیستمونو ته پراختیا ورکول.
13.    ځانګړو خدمتونو ته اړتیا لرونکي اشخاص د رواني روغتیا متخصص ته ورپېژندل.
14.    متمرکز غیر متخصصو MHPSS خدمتونو ته اړتیا لرونکي اشخاص پېژندل او اړونده څانګو ته راجع کول.
15.    په ټولنه کې تکراري رواني ټولنیز مسایل په ګوته کول.
16.    د ټولنې پر بنسټ د MHPSS روزنیزو پروګرامونو د چمتو کولو او د MHPSS ظرفیت لوړونې په پروګرامونو کې برخه اخیستل.
17.    د MHPSS څانګې له مسؤول سره همغږي او همکاري کول.
18.    د MHPSS برخې رضاکارانو ته، چې د MHT سره کار کوي، ورځني، اونیز او میاشتني پلانونه چمتو کول.
19.    د MHPSS د څانګې مسؤول ته اونیز او میاشتنی راپور ورکول.
20.    د مستقیم څارونکي او لاین مدیر له لوري نورې ورسپارل شوې دندې تر سره کول.

د دندې شرایط
1.    یوه ښځینه کارکوونکې، چې لږ تر لږه له ښوونځي څخه فارغه وي.
2.     رواني ټولنیز کورسونه یې لوستې وي.
3.    په ملي ژبو ( پښتو او فارسي) د خبرو کولو وړتیا ولري، په انګلیسي ژبه پوهېدنکې ته ترجیح ورکول کېږي. 
4.    د ټولنې په کچه د ټولنیزې کارکوونکې په توګه کاري تجربه درلودل.


ګرانو کاندیدانو!
د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې  برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.

برېښنا لیک:
hr@arcs.af

د اړیکې شمېره: ‪‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬
0701436832

یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله  اسناد د منلو وړ نه دي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies