د کارموندنې خبرتيا!
Publish Date
Closing Date
Location
کندهار
د دندې عنوان: واکسیناتور
اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه
د دندې ځای: کندهار
د بست ډول: قراردادي
د بستونو شمېر: ۱
جنسیت: ذکور
کاري وخت: پوره ورځ
د معاش کچه: د افغاني سرې میاشتې د معاشونو له تګلارې سره سم
د بست کوډ نمبر : hr@0331
د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:
١۴۴۸/۴/۲۳
۱۴۰۵/۷/۱۴
2026/6/Oct
د دندې موخه:
د روغتیایي مرکز د مسؤول تر څارنې لاندې د واکسیناسیون خدمتونو منظم او معیاري تطبیق، د مراجعینو ثبتول او د EPI پروګرام اړوند ناروغانو ته روغتیایي لارښوونې وړاندې کول.
دندې او مسؤولیتونه:
1. د یونیسف له پروتوکولونو سره سم د دسوړ ځنځیر سیستم اداره کول.
2. د کتلوي معافیت له ستنډردونو سره سم د واکسین فعالیتونه ترسره کول.
3. هر مراجعه کوونکي ته مناسب واکسین او ډوز ټاکل.
4. له پروتوکول سره واکسین تطبیق کول.
5. زرقي وسایل په مناسب ځای کې ساتل.
6. ښځو او ماشومانو ته د کتلوي معافیت د پروګرام د واکسین کارت ډکول.
7. د کتلوي معافیت پروګرام د واکسین د ثبت کتاب ډکول .
8. د واکسین له تطبیق وروسته د عکس العمل په اړه معلومات وړاندې کول.
9. د واکسین چمتو کونکي په توګه سرنجونه ډکول، د لیبل کولو او د چمتو شويو سرنجونو اداره کولو لپاره پروتوکول تعقیبول.
10. د ماشوم د واکسین په کارت کې د لات نمبر او نور مهم معلومات رسول.
11. مراجعه کوونکو کورنیو او ټولنو ته پوهاوی او د واکسین په اړه مشورې ورکول.
12. تر پنځو کلونو د کم عمر ماشومانو ته دOPV واکسین تطبیقول.
د دندې شرایط:
1. لږ تر لږه له دولسم ټولګي څخه فارغ وي/ د نرسنګ سند لرونکي ته لومړیتوب ورکول کېږي.
2. د واکسین په برخه کې یو کلنه تجربه درلودل.
3. د واکسینونو په برخه کې د وزارت تصدیق پاڼه درلودل.
ګرانو کاندیدانو!
د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.
برېښنا لیک:
hr@arcs.af
د اړیکې شمېره:
0701436832
یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله اسناد د منلو وړ نه دي.