د کارموندنې خبرتيا!
Publish Date
Closing Date
Location
نیمروز
د دندې عنوان: د تغذیې ښځينه نرسه
اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه
د دندې ځای: نیمروز
د بست ډول: قراردادي
د بستونو شمېر: ۱
جنسیت: اناث
کاري وخت: پوره ورځ
د معاش کچه: د افغاني سرې میاشتې د معاشونو له تګلارې سره سم
د بست کوډ نمبر : HR@0280
د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:
١۴۴۸/۲/۲۱
۱۴۰۵/۵/۱۴
2026/5/Aug
شالید (Background)
شدیده او منځنۍ سخته خوارځواکي (Severe Acute Malnutrition - SAM او Moderate Acute Malnutrition - MAM) په افغانستان کې د عامې روغتیا له مهمو ستونزو څخه شمېرل کېږي او د پنځو کلونو څخه د کم عمر ماشومانو د ناروغۍ او مړینې له عمده لاملونو څخه ده.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت (MoPH) د سختې خوارځواکۍ د مدغم مدیریت (Integrated Management of Acute Malnutrition - IMAM) د ملي لارښود پر بنسټ، د تغذیې خدمتونه د روغتیايي مرکزونو او ټولنې په کچه د Outpatient Therapeutic Programme (OTP)، Stabilization Centre (SC)، Targeted Supplementary Feeding Programme (TSFP) او Community-Based Management of Acute Malnutrition (CMAM) له لارې وړاندې کېږي.
د تغذیې نرس مسؤول دی چې د IMAM ملي لارښود، د BPHS او EPHS معیارونو او د عامې روغتیا وزارت د تغذیې له تګلارې سره سم کیفیت لرونکي تغذیوي خدمتونه وړاندې کړي.
۲. د دندې موخه (Purpose of the Position)
د تغذیې نرس د روغتیايي مرکز په کچه د سختې خوارځواکۍ د مخنیوي، سکریننګ، تشخیص، درملنې، راجع کولو، تعقیب او راپور ورکولو مسؤولیت لري.
نوموړی به د Integrated Management of Acute Malnutrition (IMAM) ملي لارښود او د مور، ماشوم او کوچني ماشوم د تغذیې (IYCF) ملي پالیسۍ مطابق خدمات وړاندې کوي.
۳. اساسي مسؤولیتونه (Key Duties and Responsibilities)
د سختې خوارځواکۍ سکریننګ او تشخیص
د IMAM ملي لارښود مطابق:
• له ۶–۵۹ میاشتو پورې د ماشومانو MUAC اندازه کول.
• وزن او قد/اوږدوالی اندازه کول او د Weight-for-Height Z-score (WHZ) ارزونه ترسره کول.
• د دواړو پښو د پړسوب (Bilateral Pitting Oedema) معاینه ترسره کول.
• د SAM او MAM دقیق تشخیص او درجه بندي کول.
• د داخلېدو (Admission)، رخصتېدو (Discharge)، نه حاضریدو (Defaulter)، انتقال (Transfer) او مړینې (Death) معیارونه تطبیقول.
د Outpatient Therapeutic Programme (OTP) مدیریت
• د IMAM د لارښود مطابق د OTP ناروغان ثبتول.
• د Ready-to-Use Therapeutic Food (RUTF) سمه توزیع.
• اونیزې تعقیبي معاینې ترسره کول.
• د وزن زیاتوالی، اشتها، پړسوب او عمومي وضعیت ارزول.
• د اړتیا مطابق د RUTF اندازه تعدیلول.
• Routine Medicines تطبیقول لکه:
• Amoxicillin
• Vitamin A
• Folic Acid
• Albendazole / Mebendazole
• Measles Vaccine
• Iron د لارښود مطابق
• د هر ناروغ لپاره د OTP د ثبت کتاب بشپړول.
د Targeted Supplementary Feeding Programme (TSFP)
• د MAM ناروغانو ثبت.
• د Supplementary Food سمه توزیع.
• د ودې منظمه څارنه کول.
• SAM ته د بدلېدو مخنیوی کول.
د Infant and Young Child Feeding (IYCF) مشورې
د MoPH او IYCF د پالیسۍ مطابق:
• له زیږون وروسته په لومړي ساعت کې ماشوم ته د مور شیدې پیلول.
• تر شپږو میاشتو پورې ماشوم ته یوازې د مور د شیدو ورکولو توصیه کول.
• له شپږو میاشتو وروسته ماشوم ته د مناسبو تکمیلي خوړو په اړه میندو ته لارښوونې کول.
• تر دوو کلونو او له هغه زیات وخت پورې د مور د شیدو د ورکړې په اړه میندو ته مشورې ورکول.
• د ناروغ ماشوم تغذیه.
• Responsive Feeding.
• د حفظ الصحې او خوړو د خوندیتوب مشورې.
د ټولنې پر بنسټ فعالیتونه
• له Community Health Workers (CHWs) سره همغږي.
• له Community Health Supervisors (CHSs) سره ګډ کار.
• د فعالې قضیې موندنې (Active Case Finding) ملاتړ.
• د ټولنې د MUAC په کمپاینونو کې ګډون کول.
• د راجع کولو او تعقیب د سیستم پیاوړتیا.
د راجع کولو سیستم
• د IMAM Referral Slip کارول.
• د SC، له ولایتي روغتونونو او نورو روغتیايي مرکزونو سره همغږي.
• د راجع شوو ناروغانو تعقیب.
• د Referral Feedback ثبت.
د اکمالاتو مدیریت (Supply Chain)
• د RUTF، F-75، F-100، Routine Medicines او Anthropometric تجهیزاتو د موجودۍ څارنه.
• میاشتنی Consumption Report جوړول.
• میاشتنی Supply Request تیارول.
• Stock Card او Bin Card تازه ساتل.
• د ختمېدو د نېټې (Expiry Date) څارنه کول.
راپور ورکول او HMIS
• د IMAM ثبت ټول کتابونه بشپړول.
• د OTP Register.
• د SC Register.
• د TSFP Register.
• د Nutrition Monthly Report.
• د DHIS2/HMIS اړوند راپورونه.
• د راپورونو د کیفیت تضمین.
• د معلوماتو محرمیت ساتل.
د کیفیت تضمین
• د IMAM Quality Standards مراعات.
• د Infection Prevention and Control (IPC) اصول عملي کول.
• د Nutrition Supportive Supervision کې ګډون.
• د داخلي کیفیت د ارزونو ملاتړ.
• د ظرفیت لوړونې روزنو کې ګډون.
۵. مهارتونه
• د IMAM ملي لارښود په اړه پوهه درلودل.
• د Nutrition Assessment مهارت درلودل.
• د Nutrition Counseling مهارت درلودل.
• د راپور ورکولو وړتیا.
• د کمپیوټر اساسي مهارتونه (MS Word، Excel)
• په پښتو او دري ژبو د روانو خبرو او لیکلو وړتیا.
۶. تمه کېدونکې پایلې (Expected Deliverables)
• د SAM او MAM د ټولو قضیو دقیق سکریننګ او ثبت.
• د OTP او SC خدماتو د کیفیت ښه والی.
• د IYCF مشورو زیاتوالی.
• د Cure Rate، Recovery Rate او Coverage ښه والی.
• د Sphere Standards مطابق:
• Cure Rate ≥ 75%
• Death Rate < 10%
• Defaulter Rate < 15%
• راپورونو پر وخت سپارل.
• د RUTF او نورو تغذیوي توکو د ضایع کېدو مخنیوی.
• د معلوماتو لوړ کیفیت.
۷. کاري شرایط (Working Conditions)
• د افغانستان د کار قانون، د عامې روغتیا وزارت مقرراتو، د BPHS/EPHS معیارونو او د افغانی سري میاشتي ټولني د بشري سرچینو له تګلارې سره سم به فعالیت ترسره کوي.
• د اړتیا په صورت کې به د خدمت ساحې ته سفرونه، د ټولنې فعالیتونه او اضطراري غبرګونونه ترسره کوي.
• د ناروغانو محرمیت، طبي اخلاق او د ماشوم د ساتنې (Child Safeguarding) اصول به په بشپړه توګه مراعاتوي.
• د امر لخوا به ورسپارل شوي مسؤولیتونه ترسره کوي.
د دندې شرایط:
• د نرسنګ ډیپلوم یا لیسانس درلودل.
• د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د اعتبار وړ جواز درلودل.
مسلکي روزنې
په لاندې برخو کې د روزنې ترلاسه کوونکې ته ترجیح ورکول کېږي:
• IMAM
• IYCF
• CMAM
• OTP
• Stabilization Centre
• Growth Monitoring
• IPC
• HMIS
کاري تجربه
• لږ تر لږه دوه کاله د تغذیې په پروګرامونو کې تجربه درلودل.
• د BPHS/EPHS یا Nutrition Project تجربه درلودل.
• د IMAM د تطبیق په برخه کې تجربه دلودل.
ګرانو کاندیدانو!
د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.
برېښنا لیک:
hr@arcs.af
د اړیکې شمېره:
0701436832
یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله اسناد د منلو وړ نه دي.