د ډنمارک سره صلیب د افغانستان لپاره نوی مسئول معرفي کړ!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۴:۴۴
خبرونه

د ډنمارک سره صلیب د افغانستان لپاره نوی مسئول معرفي کړ!

نن چهارشنبه د رجب د میاشتې پر ۱۴مه، په آسیا او اروپا کې د ډنمارک د سره صلیب د مشر ښاغلي فیبرس وانډيپيوټ له لوري د ډنمارک د سره صلیب په استازولۍ د افغاني سرې میاشتې رهبرۍ ته د افغانستان لپاره د ډي آر سي نوی مسئول ښاغلی محمد حسن الشمع معرفي شو.
په یاد مناسبت جوړه شوې ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ډنمارک د سره صلیب له لوري د شویو مرستو مننه وکړه او د هېواد په لرې پرتو سیمو کې یې د دوی روغتیايي مرستې مهمې او اغیزمنې یادې کړې او له دوی څخه یې د مرستو د پراختیا غوښتنه وکړه، دا راز نوموړي د ډي آر سي مشر ته ډاډ ورکړ، چې مرستې به یې په بشپړ شفافیت او رونټيا تر اړمنو او مستحقو کورنیو رسوي.
سربېره پر دې ښاغلي دلاور په خپلو څرګندونو کې د رواني ناروغانو د پالنې او درملنې د مرکزونو، مرستونونو او د دې خیریه ملي ټولنې د روغتیایي مرکزونو له لارې هېوادوالو ته د ترسره کېدونکو خدماتو په اړه هم راغلي پلاوي ته تفصیلي معلومات وړاندې کړل.
ورپسې په آسیا او اورپا کې د ډنمارک د سره صلیب مشر د افغاني سرې میاشتې خدمات د بنسټیزو اصولو له مخې د قدر او ستاینې وړ وبلل او د ګډ کار د دوام ژمنه یې وکړه. همدا ډول نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې خپل خدمات به د اړمنو او بېوزله افغانانو اړتیاوو ته په کتو تنظیموي او دې برخه کې به خپلي هڅې جاري ساتي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

ترکیې سرې میاشتې له زلزله‌ځپلو سره د مرستو د زیاتولو ژمنه وکړه

چهارشنبه، ۱۷ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د افغانستان لپاره د ترکیې د سرې میاشتې له مشر ښاغلي نعیم الله کریمي او مل پلاوي سره ختيځو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۴:۱
Background image

د کونړ زلزله؛ له نړیوالو کاري شریکانو سره د مرستو د مؤثریت په موخه د افغاني سرې میاشتې مشورتي ناسته وشوه

چهارشنبه، ۱۷ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، په افغانستان کې د آی سي آر سي له مشرې آغلې کترینا رېټز او د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۹:۴۰
Background image

پکتيا؛ څه باندې ۵۴۰۰ اړمنو هېوادوالو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي

چهارشنبه، ١٧ ربيع الأول ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د پکتيا ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٩٤١ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS