د واورې ورښت له امله ننګرهار کې ۳۴ زیانمنو کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۹:۱۳
ng

شنبه، ۱۲ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د واورو د ورښت له امله ۳۴ زیانمنو شوو کورنیو سره څلور قلمه بېړنۍ غیر خوراکي مرسته وشوه.
په مرسته کې د هرې کورنۍ لپاره ۵ کمپلې، ۱ ترپال، ۱ د پخلنځي د توکو سیټ او ۲ د اوبو بوشکې شاملې وې.
دغه مرسته د سړې هوا له اغېزو د زیانمنو کورنیو د خونديتوب او بېړني لاسنیوي په موخه ترسره شوه.
افغاني سره میاشت د یوې بې‌ طرفې او بشرپالې ټولنې په توګه تل هڅه کوي، څو د پېښو له امله د زیانمنو شوو کورنیو لاسنیوي او ستونزو ته رسېدنه وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۵:۱۹
Background image

افغاني سرې میاشتې پروان کې د واورې له امله زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وکړه

یکشنبه، ۱۳ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت د سیاګرد ولسوالۍ په یخدرې سیمه کې د واورې د ورښت له امله یوې زیانمنې کورنۍ سره د لنډمهالې سرپناه د برابرولو په موخه ۴. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۰:۴۴
Background image

بغلان؛ زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي دي

يکشنبه، ١٣ شعبان ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د بغلان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٩٥٩ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۹:۱۳
Background image

د واورې ورښت له امله ننګرهار کې ۳۴ زیانمنو کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه

شنبه، ۱۲ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د واورو د ورښت له امله ۳۴ زیانمنو شوو کورنیو سره څلور قلمه بېړنۍ غیر خوراکي مرسته وشوه.
په مرسته کې. . .

BACK TO NEWS