د شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ؛ میدان وردګ کې پر ۱۰۰۰ راستنو شوو کورنیو ۹۴ ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل شول

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۴:۴۴
د شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ؛ میدان وردګ کې پر ۱۰۰۰ راستنو شوو کورنیو ۹۴ ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل شول

سې شنبه، ۱۶ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور میدان وردګ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې له ګاونډیو هېوادونو څخه پر راستنو شوو ١٠٠٠ کډوالو کورنیو ۹۴ ټنه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو وریژې، ۱۰ کیلو نخود، ۵ لیټره غوړي، ۵ کیلو بوره، ۱۰ کیلو مکروني، ۱ قطی رُب، ۱ کیلو سرېلاک، ۱ کمپله، ۱ بوتل د لوښو مینځلو شامپو او ۱ د حفظ الصحې توکو بسته ورکړل شوه.
د مرستې د وېش په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ترڅنګ،د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، د میدان وردګ ولایت والي ښاغلي الحاج ملا خیر الله خیر خواه، د سرې مياشتې مقام سلاکارانو، د سویل ختیځ زون رئیس او د یو شمېر نورو دولتي او غیر دولتي ادارو استازو شتون درلود.
په ياده غونډه کې ښاغلي دلاور وویل: هیله‌ لرم، چې دغه مرسته د یادو کورنیو په ژوند کې د آسانتیا او مثبت بدلون لامل شي او د دوی د ورځنیو ستونزو په را کمولو کې اغېزمن رول ولوبوي.
نوموړي زیاته کړه، چې ورته مرستې مو د هېواد په ۱۸ بېلابېلو ولایتونو کې پیل کړې دي، چې په منظم ډول به په راستنو شوو کډوالو ووېشل شي.
ورته مهال، د یاد ولایت والي ښاغلي خیرخواه د افغاني سرې میاشتې د هر اړخیزو مرستو د مننې ترڅنګ راستنېدونکو هېوادوالو ته ډاډ ورکړ، چې د شته ستونزو د هوارولو سره سره به دوی ته د کار دایمي زمینه هم برابره کړو.
دغه مرسته به د یادو کورنیو د ورځنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ادا کړي او د دوی اساسي ستونزې به تر یوې اندازې را کمې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۶:۴۲
Background image

کاپیسا کې د راستنو شوو هېوادوالو پراخ لاسنیوی؛ پر ۱۰۰۰ کورنیو نږدې ۹۶ ټنه بشري مرسته ووېشل شوه

پنجشنبه، ۱۸ رجب ۱۴۴۷
 کاپیسا کې د افغاني سرې میاشتې د مرستیال، ښاغلي حافظ عزیز الرحمن په لاس له ګاونډیو هېوادونو څخه پر ۱۰۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو ۹۵.۵ ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۸:۵۳
Background image

ننګرهار؛ ۱۱۴۰ زلزله ځپلې کورنۍ د نږدې ۱۷۵ ټنه خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۱۷ رجب ۱۴۴۷
د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې له ۱۱۴۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په هدایت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۶:۴۷
Background image

د راستنو شوو کډوالو دوامداره لاسنیوی؛ پروان کې پر ۱۰۰۰ کورنیو بېړنۍ بشري مرسته ووېشل شوه

چهارشنبه، ۱۷ رجب ۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په ځانګړې لارښوونه راستنو شوو کډوالو ته د روانو مرستو په دوام، نن د پروان ولایت د مرکز په ګډون کوه. . .

BACK TO NEWS