د سرې میاشتې په مشعل بیات لیسه کې د نوښت او ټکنالوژۍ مرکز پرانیستل شو!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۲ - ۱۲:۳۴
د سرې میاشتې په مشعل بیات لیسه کې د نوښت او ټکنالوژۍ مرکز پرانیستل شو!

د نوښت او ټکنالوژۍ مرکز د افغاني سرې میاشتې ټولنې په مشعل بیات لیسه کې د زده کوونکو د وړتیا لوړونې، نوښتګرۍ او ښوونیز بهیر د ډیجتل کیدو په موخه نن شنبه د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د وري پر ۲۱ نیټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست رئیس آغلې ډاکتر نیلاب مبارز، د بیات خیریه بنسټ د رئیس ښاغلي انجینر احسان الله بیات او د مټر بنسټ د استازي جرمي نیوهوس په شتون کې پرانیستل او ګټې اخیستنې ته وړاندې شو.
د نوښت او تکنالوژۍ مرکز په پرانیست غونډه کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رئیسې آغلې ډاکتر نیلاب مبارز، میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یاد مرکز پر پرانیستلو خوښي وښوده او دایې د افغاني سرې میاشتې ټولنې لپاره یو ویاړ وباله چې په هیواد کې د لومړي ځل لپاره د نوښت او تکنالوژی مرکز، په عصري او مجهزو توکو سمبال، د افغاني سرې میاشتې ټولنې په مشعل بیات لیسه کې جوړ او د زده کوونکو پر مخ ګټې اخیستنې ته وړاندې شو.
پرانیست غوندې ته د بیات خیریه بنسټ مشر ښاغلي احسان الله بیات وویل: «د تکنالوژۍ او نوښت یاد بنسټ د سیمې هیوادنو په کچه لومړنی مجهز او په عصري تکنالوژۍ سمبال مرکز دی، چې پرمټ به یې افغان زده کوونکي هم وکولی شي له نوي عصري ښوونیز سیسټم سره ځانونه برابر کړي، چې د وخت یوه مهمه اړتیا ده».
د مټر بنسټ استازي ښاغلي جرمي نیوهوس په خپلو خبرو کې وویل: مخکې له دې چې د نوښت او ټکنالوژۍ بنسټ په افغانستان کې جوړ کړو؛ په څو نورو هیوادونو کې یې هم ډیره ښه پالیه درلوده، چې له عصري ټکنالوژۍ سره د بلدتیا ترڅنګ به د زده کوونکو په نوښتګرۍ کې مهم رول و لري.
یاد مرکز د مټر بنسټ له لوري د بیات خیریه بنسټ په مالي مرسته د افغاني سرې میاشتې ټولنې په مشعل بیات لیسه کې جوړ شوی، چې د ښوونیز سیسټم په برښنایي کیدو او همدارنګه د زده کوونکو په ظرفیت لوړونه او نوښت ګرۍ کې به اړین رول و لري.
په پای کې د زده کوونکو دلا تشویق او هڅونې په موخه د بیات خیریه بنسټ له لوري جمپرونه، بوټ، بکسې او دلوبو توپونه د ډالۍ په توګه و ویشل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۸:۲۳
Background image

نورستان کې د جګړو اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو وېش دوام لري

پنجشنبه، ۶ ذو القعده ۱۴۴۷

د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د جګړو له امله اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو د وېش د لړۍ پر دوام ١،٨٠٠ کورنيو ته مرستې ووېشل شوې.

يادې مرستې د افغاني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۸:۱
Background image

تخار کې پر ۴ راستنو شویو کډوالو کورنیو د لنډمهالې سرپناه لپاره خېمې ووېشل شوې

پنجشنبه، ۶ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار کې پر ۴ راستنو شویو کډوالو کورنیو د لنډمهالې سرپناه په موخه خېمې ووېشل شوې.

یادو کورنيو د استوګنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۲۱:۱۵
Background image

بغلان؛ د سختو ورښتونو له امله زیانمنې کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه

چهارشنبه، ۵ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار اړوند د افسوتر په سیمه کې له هغې کورنۍ سره، چې د وروستیو سختو ورښتونو له امله یې یوه ۷ کلنه. . .

BACK TO NEWS