د سرپرست عمومي رئیس په مشرۍ اداري ناسته ترسره شوه

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۴:۲۱
شهاب الدین دلاور

پنجشنبه، ١۵ ذوالحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور  د مرکزي دفتر د يو شمېر مسٸولينو او  رئیسانو سره د املاکو او ودانيو د چارو د لا ښه والي، په اداري چارو کې د شفافيت، د بشرپالو فعاليتونو د ترسراوي برخه کې د چټکتيا او همغږۍ کچې لوړولو او د ولايتي مجامعو د کلنۍ ناستې د دايرولو په موخه اداري ناسته وکړه.

ناسته کې سرپرست عمومي رئیس په ښه شکل د اداري چارو او خدماتو  ترسره کولو په برخه کې د هر اړخیزو لارښوونو او وینا ترڅنګ د لوى اختر په ورځو کې راستنو شويو کډوالو، اړمنو او بې سرپرسته کورنيو ته د ترسره شوو بشرپالو فعاليتونو برخه کې د کارکوونکو او رضاکارانو هڅې وستايلې او ټينګار يې وکړ چې هر مسٸول شخص بايد په ورسپارل شوې دنده کې ولس ته په کامل اخلاص او بشپړه ژمنتيا خدمت وکړي.

دا راز په ناسته کې د تېرې اداري جلسې موضوعات او پرېکړې و ارزول شوې، د ګډونوالو نظريات واورېدل شول او د يو شمېر مهمو موضوعاتو په تړاو لازم تصميمونه ونيول شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۳۶
Background image

د افغاني سرې مياشتې سرپرست عمومي رئیس له يو تن ملي سوداګر سره معلولینو ته د مرستو چمتو کولو په موخه وکتل

سې شنبه، ۵ محرم الحرام ۱۴۴۷ 

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې له ملي سوداګر ښاغلي نجیب الله تلاش او د سېلاب خیریه بنسټ له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۱۰
Background image

کابل؛ له ۲۰۰ کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

سې شنبه، ۵ محرم الحرام ۱۴۴۷ 

د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن او د سېلاب خیریه بنسټ د مشر سید احمد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۱:۲۳
Background image

لوګر؛ سېلاب ځپلو کورنیو سره د خوراکي، غیر خوراکي توکو او نغدي مرسته وشوه

سې شنبه، ۵ محرم الحرام ۱۴۴۷
لوګر کې د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو کورنیو له ډلې د مرکز او محمد اغې ولسوالۍ اړوند ۹۴ سېلاب ځپلو کورنیو سره د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په. . .

BACK TO NEWS