د افغاني سرې مياشتې سرپرست عمومي رئیس له يو تن ملي سوداګر سره معلولینو ته د مرستو چمتو کولو په موخه وکتل

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۳۶
د افغاني سرې مياشتې سرپرست عمومي رئیس له يو تن ملي سوداګر سره معلولینو ته د مرستو چمتو کولو په موخه وکتل

سې شنبه، ۵ محرم الحرام ۱۴۴۷ 

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې له ملي سوداګر ښاغلي نجیب الله تلاش او د سېلاب خیریه بنسټ له مشر سید احمد سېلاب سره اړمنو، راستنېدونکو کډوالو او معلولینو ته د مرستو  برابرولو په موخه وکتل.

کتنه کې سرپرست عمومي رئیس د اړمنو، پېښځپلو او معلولینو ستونزو ته رسېدنه د هر مسلمان ديني او ایماني مسئولیت وباله او غوښتنه یې وکړه، چې ملي سوداګر باید د بې وسه هېوادوالو په لاسنیوي او مرسته کې پوره همکاري وکړي.

دغه راز ملي سوداګر ښاغلي نجیب الله تلاش اړمنو او پېښځپلو ته د مرستو چمتو کولو ډاډ څرګند کړ او ژمنه یې وکړه، چې نږدې راتلونکي کې به د افغاني سرې میاشتې له لارې پر اړمنو، راستنو شویو کډوالو او معلولینو  مرسته و وېشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

کابل؛ د رسنیو د څار درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲۶ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست له لوري د سیمه‌ ییزو دفترونو، نماینده‌ګیو او مرکزي دفتر نشراتي کارکوونکو لپاره د رسنیو د څار او نقشې جوړونې په اړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۹:۲۷
Background image

نیمروز کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۲۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د نیمروز ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۹۸۷ تنو ناروغانو ته د معاینې، درملو د ورکړې، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۴:۰
Background image

میدان وردګ؛ له ۳۲۱ راستنو شویو او بې‌ سرپرسته کورنیو سره ۲۴.۳ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۳ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت په مرکز، میدان ښار، کې له ۲۸۰ راستنېدونکو کډوالو او ۴۱ بې‌ سرپرسته کورنیو سره ۲۴.۳ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.

. . .

BACK TO NEWS