د روژې میاشت کې د یتیمانو او اړمنو د ملاتړ په موخه د افغاني سرې میاشتې او دیانت ادارې د همغږۍ ناسته وشوه
دوشنبه، ٢١ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن او په افغانستان کې د ترکیې د دیانت ادارې د مشر ښاغلي امراه کان دمیر ترمنځ د راتلونکې روژې میاشتې په لړ کې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د بې سرپرسته ماشومانو د لاسنیوي او اړمنو ته د روژه ماتي پروګرام د تنظیم په اړه ناسته وشوه.
ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، بې سرپرسته کورنیو ته د مرستونونو په کچه د ترسره کېدونکو بشرپاله فعالیتونو په اړه خبرې وکړې، په روان سوړ ژمي کې یې د یتیمانو د لاسنیوي برخه کې د هر خیریه بنسټ همکاري مهمه وبلله او افغاني سره میاشت یې بې سرپرسته کورنیو، اړمنو او پېښځپلو ته د مرستو رسولو ښه مرجع یاده کړه.
ښاغلي دمیر وویل، موږ پلان لرو؛ څو د روژې میاشتې په مناسبت په یو شمېر ولایتونو کې له یتیمانو سره د ژمنۍ البسې مرستې وکړو، د اړمنو لپاره د روژه ماتي پروګرام ترتیب کړو او له افغاني سرې میاشتې سره په همغږۍ دا چارې پر مخ وړل ښې پایلې لرلی شي.
د افغاني سرې میاشتې مرستیال د دیانت ادارې د دا ډول مرستو مننه وکړه او د هر ډول همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
