د رسنیو د بحران مدیریت په اړه نشراتي مديرانو ته درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۵۹
Kabull

دوشنبه، ۲۶ شوال ۱۴۴۷

 د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست له لوري د مرکز او ولایتونو د نشراتي مدیرانو لپاره درې ورځنی ښوونیز او عملي ورکشاپ پیل شو.

یاد ورکشاپ چې د بحراني حالاتو پر مهال د رسنیو د بحران مدیریت، منځپانګې جوړولو او راپور ورکولو تر سرلیک لاندې جوړ شوی، په افغانستان کې د آی سي آر سي په مالي ملاتړ ترسره کېږي.

 د ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو رئیس، ښاغلي جمعه خان نائل، د ورکشاپ د اهمیت او اړتیا په اړه وینا وکړه، هغه د افغاني سرې میاشتې فعالیتونو ته پر وخت رسنیز پوښښ ورکول او د خلکو غږ تر نورو رسول د ټولو نشراتي مدیرانو ګډ مسؤولیت وباله. نوموړي ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه، چې له دې فرصت څخه پوره ګټه واخلي او خپلې مسلکي وړتیاوې لا پیاوړې کړي.

په دې ورکشاپ کې به د نشراتي مدیرانو لپاره د بحران پر مهال د خبري منځپانګې او مطبوعاتي اعلامیو د جوړښت، د انځور او ویډیو اخیستلو او راپور لیکلو په برخو کې نظري او عملي زده‌ کړې ورکړل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۷:۴۵
Background image

لغمان؛ د افغاني سرې میاشتې په ښوونیز مرکز کې د انګلیسي برخې له زده کوونکو آزموینه واخیستل شوه

دوشنبه، ۲۶ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د لغمان ولایت د ځوانانو او رضاکارانو په ښوونیز مرکز کې د انګلیسي برخې له ۴۵ تنو زده کوونکو څخه میاشتنۍ آزموینه واخیستل شوه.

په یاد مرکز کې دا. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۶:۱۹
Background image

ننګرهار کې د زلزله ځپلو ملاتړ؛ ۱،۰۰۰ کورنیو ته روغتیايي او کرامت بستې ووېشل شوې

دوشنبه، ۲۶ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې ۱،۰۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته روغتیايي او انساني کرامت بستې ووېشل شوې.

یاده مرسته چې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۵۹
Background image

د رسنیو د بحران مدیریت په اړه نشراتي مديرانو ته درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

دوشنبه، ۲۶ شوال ۱۴۴۷

 د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست له لوري د مرکز او ولایتونو د نشراتي مدیرانو لپاره درې ورځنی ښوونیز او عملي ورکشاپ پیل شو.

یاد ورکشاپ چې د بحراني. . .

BACK TO NEWS