د افغاني سرې میاشتې نوی سرپرست ریس ښاغلي شهاب الدین دلاور د افغان کوریا انستیتیوت له ریس سره لیدنه وکړه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۰ - ۹:۱۵
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شـ.ـيـ.ـخ الحـ.ـ.ـديث شـ.ـ.ـهـاب الـ.ـ.ـدين دلاور نن سه شنبه د محرم الحرام د میاشتې پر ۲۴ مه، د افغان کوریا انستيتوت له رئیس ښاغلي محمد امین عارف سره د ۱۵۰ اړمنو او بې سرپرسته زده کوونکو ته د زده کړو زمينې برابرولو په موخه ناسته وکړه.
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس په خپلو خبرو کې وويل: افغاني سره میاشت هوډ لري څو د هلمند، فراه او فاریاب ولایتونو ۱۵۰ تنو اړمنو او بې سرپرستو زده کوونکو ته چې عمرونه یې له ۱۶ کلنو لوړ وي؛ پلازمینه کابل کې  د پنځه میاشتنیو حرفوي زده کړو او ليليې د اسانتياوو د زمینې برابرولو ترڅنګ د یادو اړمنو زده کوونکو کورنيو ته په درېوو پړاونو کې خوراکي توکي هم ورکړي.
همدرانګه د یادو ولایتونو څخه به ۶۵۰ تنو بې سرپرستو او اړمنو مېرمنو ته د مالدارۍ، خیاطۍ او ګلدوزۍ په برخه کې د با تجربه ښځينه استاذانو له لوري روزنه هم ورکړل شي. 
د افغان کوريا انستيتوت مسٸول د افغاني سرې مياشتې د خدماتو او بشرپالو فعاليتونو ستاينه وکړه او د پورته ذکر شوو مواردو په اړه يې د پوره چمتووالي او همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
د یادونې وړ ده چې د یادې پروژې ټول مالي لګښت د قطر پرمختیایي فنډ له لوري تادیه کیږي .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۵۱
Background image

د آلمان سولې کلي بنسټ: ۲۱۴ ناروغان په افغانستان او آلمان کې تر درملنې لاندې کېږي

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، په مرکزي دفتر کې د المان سولې کلي خیریه بنسټ له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۹
Background image

کابل؛ د ۴۸۵۹ ځانګړو واسکټونو د چمتو کولو لپاره داوطلبي ترسره شوه

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست د ټاکل شوې نمونې او تخنیکي مشخصاتو له مخې، د دې ادارې په نښان د سمبال ۴۸۵۹ ځانګړو واسکټونو د چمتو کولو په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۵۸
Background image

پکتیکا؛ پر ۳۷ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۲.۶ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه او مټاخان، برمل او سروبي ولسوالیو کې پر ۳۷ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۲.۶ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.

دغه مرسته، چې. . .

BACK TO NEWS