د افغاني سرې میاشتې مرکزي روغتون کې د سترګو پر رنځ د اخته ناروغانو د درملنې او جراحي عملياتو د اختتاميې غونډه ترسره شوه

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۹:۱۰
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې مرکزي روغتون کې د سترګو پر رنځ د اخته ناروغانو د درملنې او جراحي عملياتو د اختتاميې غونډه ترسره شوه

نن شنبه د ربیع الآخر د میاشتې پر ٣٠ مه، د افغاني سرې میاشتې اړوند په کابل مرکزي روغتون کې د البصر نړيوال خیریه بنسټ او د ملک سلمان مرستندویه مرکز په همکارۍ د سترګو پر ناروغۍ د اخته ناروغانو د درملنې او  جراحي عملياتو د بهير د اختتاميې غونډه د سرې مياشتې د مرستيال ښاغلي حافظ عزيز الرحمن په شتون کې ترسره شوه

د غونډې په پيل کې د البصر نړيوال خيريه بنسټ او ملک سلمان مرستندویه مرکز په استازولۍ ښاغلي مولوي عبد العزيز بلوچ د ياد پروګرام په اړه د هر اړخيزو خبرو ترڅنګ وويل: " تېرو لسو ورځو کې مونږ وکولى شول، څو د ٨٠٠٠ ناروغانو د سترګو معاينات او درملنه او د ٨٠٠ تنو د سترګو د پردو عمليات ترسره کړو، دا راز نوموړي زیاته کړه  چې البصر خيريه بنسټ هوډ لري، څو راتلونکي کې د سترګو پر رنځ داخته ناروغانو د درملنې په پار کابل کې يو معياري روغتون هم جوړ کړي."

ورپسې د افغاني سرې مياشتې مرستيال په خپلو خبرو کې د البصر نړيوال خيريه بنسټ او ملک سلمان مرستندویه مرکز د دوامداره مرستو مننه وکړه او د سترګو پر رنځ د اخته ناروغانو د درملنې او جراحي عملياتو دوام دوام یې مهم وباله، نوموړي د یاد بنسټ له مسئولینو وغوښتل، څو په افغانستان کې د سترګو د درملنې او جراحي عملياتو پروګرامونو ته دوام ورکړي او ترڅنګ يې په بېلابېلو برخو کې له افغانانو سره د بشرپالو مرستو په برخه کې د افغاني سرې مياشتې ملاتړ وکړي.
https://youtube.com/@ARCSAfghanistan

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۵۹
Background image

له خوارځواکۍ تر عاید؛ پکتیکا کې ۳۰۰ اړمنې مېرمنې له نغدي مرستې برخمنې شوې

دوشنبه، ۲۴ جمادی الآخره ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د پکتیکا ولایت په ګومل ولسوالۍ کې د خوارځواکۍ له امله اغېزمنو شوو ۳۰۰ مېرمنو سره د خوړو د پیاوړتیا او کوچنیو کاروبارونو د برابرولو په موخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۳۰
Background image

ننګرهار؛ د بې‌سرپرسته ښځینه حرفوي زده‌کوونکو سره څه کم یو میلیون افغانۍ نغدي مرسته وشوه

دوشنبه، ۲۴ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ختیځ زون په مرستون کې پر ۱۴۳ بې‌سرپرسته ښځینه حرفوي زده‌کوونکو په ټولیز ډول ۹۴۳،۸۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.
د دې مرستې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۰:۱۴
Background image

کونړ کې پر ۱۰۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ژمني توکي ووېشل شول

دوشنبه، ۲۴ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت، نورګل ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو لپاره په جوړ شوي پنډغالي کې پر ۱۰۰۰ زیانمنو شوو کورنیو د ژمنیو اړتیاوو د پوره کولو. . .

BACK TO NEWS