د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د نوي رغول شوي مسجد او احادیثو دورې د پیل پرانیسته وشوه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۶:۵۳
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د نوي رغول شوي مسجد او احادیثو دورې د پیل پرانیسته وشوه!

نن چهارشنبه د شوال میاشتې پر ۲۵ مه، د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د دې خیریه ملي ټولنې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، يو شمېر عالمانو او مرکزي دفتر د مسٸولینو په شتون کې د نوي رغول شوي مسجد او په یاد جومات کې له رسمي وخت وړاندې او وروسته د احادیثو لویې دورې د پيل پرانیسته وشوه.
په همدې موخه جوړه شوې ناسته کې سرپرست عمومي رئیس د مسجدونو د رغونې او ساتنې سربېره د عالم د مسؤلیت او علم د ارزښت په هکله تفصيلي وینا وکړه او دغه مسجد یې د جلیل القدر صحابي حضرت عثمان بن عفان جامع جومات په نوم ونوموه. 
ورپسې شیخ الحدیث میرمحمد فاروق الهاشمي د افغاني سرې میاشتې د بشرپالو خدماتو ستاينه وکړه او د احادیثو دورې پر پيلېدو يې د خوښۍ ښودلو ترڅنګ دا يو ډېر لوى او غوره اقدام ياد کړ او د دې مسجد په رغونه کې یې ټولو برخه اخیستونکو ته د الله جل جلاله له دربار څخه د عظیم اجر غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د یاد مسجد په رغونه څه د پاسه ۲۷ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې په یو وخت د ۷۵۰ لمونځ کوونکو د ځایېدو ظرفیت لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS