د افغاني سرې میاشتې مرستیال د برېتانیا سره صلیب له استازې سره د بشري همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې
چهارشنبه، ۱۶ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د بریتانیا د سره صلیب د نړیوال قانون او پالیسۍ له مسؤولې آغلې سیویا کولونا سره د بشري همکاریو د پیاوړتیا، د اړمنو او راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د بشري مرستو د جلب په موخه د همغږۍ ناسته وکړه.
ناسته کې ښاغلي حافظ عزیز الرحمن وویل، چې د راستنو شویو کډوالو هم مهاله راستنېدو، پرله پسې طبیعي پېښو او وچکالۍ له امله د اړمنو کورنیو شمېر ډېر شوی او دې برخه کې پراخو بشري مرستو ته اړتیا ده. نوموړي زیاته کړه، چې افغاني سره میاشت هڅه کوي؛ څو د اړمنو، بې سرپرسته کورنیو او راستنو شوو کډوالو د ملاتړ لپاره خپلې بشري همکارۍ پراخې کړي.
هغه همدا راز، د مرستو د جلب او نړیوالو همکاریو د پیاوړتیا په موخه د افغاني سرې میاشتې مشرتابه لپاره بهرنیو هېوادونو ته د سفرونو د تنظیم او همغږۍ برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
له بلې خوا د بریتانیا د سره صلیب د نړیوال قانون او پالیسۍ مسؤولې د افغاني سرې میاشتې د دوامداره هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې د دواړو بنسټونو ترمنځ به بشري همکارۍ پراخې شي. نوموړې په ځانګړي ډول د راستنو شوو کډوالو او اړمنو کورنیو د ملاتړ برخه کې د ګډ کار او همکارۍ ژمنه هم وکړه.
