د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د چين له سفير سره د بشري مرستو د پراختيا په موخه وکتل!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۱۳:۴۹
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د چين له سفير سره د بشري مرستو د پراختيا په موخه وکتل!

نن پنجشنبه د شعبان د میاشتې پر ۱۴مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د دې خیریه ملي ټولنې په مرکزي دفتر کې په کابل کې د چين له سفير ښاغلي ژاو شېنګ او د مل پلاوي سره د اړمنو د لاسنيوي په برخه کې د بشري مرستو د پراختيا او يو لړ نورو مهمو موضوعاتو په موخه ناسته وکړه.
سرپرست عمومي رئیس دوى ته تر ښه راغلاست ويلو وروسته د افغاني سرې مياشتې له لوري د ترسره کېدونکو بشرپالو فعاليتونو او خدماتو په اړه تفصيلي معلومات وړاندې کړل او چين  ته يې د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د چين د سره صليب له مسٸولينو سره خپلې ليدنې ګټورې يادې کړې او د دواړو لوريو ترمنځ يې ګډې همکارۍ او همغږۍ د اړمنو د لاسنيوي، د پېښځپلو ستونزو ته پر وخت د ځواب وينې او د زړه سوري ناروغانو د درملنې په برخه کې ضروري وبللې.
دا راز ښاغلي دلاور د افغاني سرې مياشتې له لوري د زړه سوري ناروغانو د درملنې په پار د ځانګړې جوړېدونکې شفاخانې لپاره د تخنيکي وسايلو او تجهيزاتو د چمتو کولو، په چين کې د زړه سوري ناروغانو د درملنې لپاره د زمينې برابرولو او په کابل کې ددې خيريه ملي ټولنې د مرکزي شفاخانې د نوي تعمير د رغولو په برخه کې له ياد پلاوي د همکارۍ غوښتنه هم وکړه.

ښاغلي ژاو شېنګ د افغاني سرې مياشتې د مشرتابه سره په ليدو خوښي وښوده او د بشري مرستو د دوام او د سرې مياشتې د ملاتړ په تړاو د ژمنتيا وړاندې کولو ترڅنګ يې ډاډ څرګند کړ چې دوى پام کې لري څو د ياد هېواد له لوري د يو تخنيکي ټيم تر راتګ او د زړه سوري ناروغانو د وضعيت تر ارزونې وروسته به په چين کې د يادو ناروغانو د درملنې زمينه هم برابره کړي.
 همدا راز ښاغلي سفير  زياته کړه چې په نزدې راتلونکي کې به د چين د سره صليب اجرايوي مشر افغانستان ته سفر وکړي او د دواړو لوريو ترمنځ به د ګډو همکاريو د پياوړتيا او بشري مرستو د پراختيا په برخه کې مهمې هوکړې وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۵۰
Background image

لغمان کې د اورلګېدنې له امله له زيانمنو کورنيو سره د غير خوراکي توکو مرسته وشوه

سې شنبه، ۲۷ ذوالحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت په مرکز مهترلام او علینګار ولسوالۍ کې د اور لګېدنې له امله له ۲ زیانمنو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

پکتیکا کې له ۵۰۰ بې وزله کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه

سې شنبه، ۲٧ ذوالحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت په وازه خوا ولسوالۍ کې له ۵۰۰ بې وزله کورنیو سره د ٢٢ ټنه  خوراکي توکو او غير خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
یاده مرسته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۹
Background image

رسیدگی به مشکلات صحی ۷۵۶۷  تن از هموطنان در ولایت لوگر

 

سه‌شنبه، ۲۷ ذوالحجه ۱۴۴۶

کارمندان صحی هلال احمر افغانی، طی ۳۰ روز گذشته، در ولسوالی‌ها و قریه‌جات مختلف ولایت لوگر، به ۳۷۰۴ بیمار خدماتی چون معاینه، توزیع دوا، پانسمان زخم‌ها، تطبیق. . .

BACK TO NEWS