د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس د نړيوال فدراسيون د آسيا پاسيفيک حوزې له مشر سره وکتل! 

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۶:۵۰
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس د نړيوال فدراسيون د آسيا پاسيفيک حوزې له مشر سره وکتل! 

نن پنجشنبه د رجب د میاشتې پر ٢۲مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د کابل په مرکزي دفتر کې د نړيوال فدراسيون د آسيا پاسيفيک حوزې له مشر ښاغلي الکساندر ماتيو او په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له مشر ښاغلي نېسېفور مګېنډي سره د بشر دوستانه مرستو او همکاريو د پياوړتيا په موخه ناسته ترسره کړه.
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس ددې خيريه ملي ټولنې د ورستیو ترسره کړو بشرپالو فعاليتونو او راتلونکو پلانونو په تړاو د معلوماتو د شریکولو ترڅنګ د بشرپالو مرستو د پراختیا او د روغتيايي خدماتو د ترسراوي په برخه کې د مالي ملاتړ د ډېروالي غوښتنه وکړه.

همدا راز ښاغلي دلاور د نړيوال فدراسيون له دوامدارو او همېشنيو مرستو مننه وکړه او له ياد پلاوي يې وغوښتل څو د ژمي په درشل کې د اړمنو  لاسنیوي او له دوى سره بیړنیو مرستو ته لومړيتوب ورکړي.
ورپسې ښاغلي ماتيو په خپلو خبرو کې د افغاني سرې مياشتې د مالي ملاتړ لپاره  د سره صليب نړيوالې ټولنې، اروپایي ټولنې، د برتانیې او فینلینډ  سور صلیبونو له لوري د مرستو د چمتو والې ډاډ څرګند کړ او  په بېلابېلو برخو کې يې د مرستو د پراختیا او لا زیاتوالی ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS