د افغاني سرې میاشتې سرپرست سکرتر جنرال ددې خيریه ملي ټولنې له کاري شریکانو سره وکتل!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۱:۵۳
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې سرپرست سکرتر جنرال ددې خيریه ملي ټولنې له کاري شریکانو سره وکتل!
نن پنجشنبه د رمضان میاشتې پر ۲۰مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست سکرتر جنرال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام او د نوموړي مرستیالانو د افغاني سرې میاشتې له يو شمېر کاري شریکانو ( نړيوال فدراسيون، قطر، ترکيې، ډنمارک او ناروې ملي ټولنو) سره له ګاونډيو هېوادونو راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو ترڅنګ د خوراکي او غیرې خوراکي توکو د برابرولو په موخه ناسته وکړه.
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست سکرتر جنرال په خپلو څرګندونو کې د کاري شریکانو د غوره همغږۍ، اغېزمنو او اوږد مهاله همکاریو څخه مننه وکړه او له افغاني سرې میاشتې سره یې د ناچاره او بې وسه وګړو د لاسنیوي برخه کې د دوی مرستې مهمې وبللې. 
دا راز نوموړي له کاري شریکانو څخه افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو کورنیو له رارسېدو سره سم هغوی ته د پخو خوړو، د څښاک لپاره د اوبو برابرولو، خپلو سیمو ته د لېږد، سرپناه چمتو کولو او راتلونکي کې د هغوی د ځان بسياینې په موخه د ځينو مهمو پروګرامونو برابرولو غوښتنه وکړه. 
ورپسې کاري شریکانو په خپلو څرګندونو کې د ګډو فعاليتونو او خدماتو په ترسرکولو کې همغږي او همکاري اغېزمنه وګڼله او په بېلابېلو برخو کې یې د همکاریو او ملاتړ ژمنې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۸:۳۴
Background image

غور؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

سې شنبه، ۱۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د غور ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۶۵۵۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۲:۲۹
Background image

غزني؛ ۲۵ رضاکارانو ته د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو د وېش شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

دوشنبه، ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د غزني ولایت په نمایندګۍ کې ۲۵ تنو رضاکارانو ته د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو وېش تر عنوان لاندې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق‌. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۲:۲۵
Background image

میدان وردګ؛ د وروستیو ورښتونو له امله له ۲۷۰ زیانمنو کورنیو سره د روغتیايي بستو مرسته وشوه

دوشنبه، ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت په مرکز میدان ښار او جلرېز، نرخ، چک، سید آباد او جغتو ولسوالیو کې د وروستیو ورښتونو له امله له ۲۷۰ زیانمنو. . .

BACK TO NEWS